Home نړۍ په هند او نیپال کې سېلابونو ۶۸ کسان وژلي
نړۍ

په هند او نیپال کې سېلابونو ۶۸ کسان وژلي

هند او نیپال کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي دي.

د هند په اترپردېش ایالت کې د جمعې او یکشنبې ترمنځ د ۶۶،۵ ملي‌متره باران له ورېدو وروسته ۵۶ کسان مړه شوي او له زرو ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

د هند د مرکزي اوبو کمېسیون وايي، د اوو ایالتونو د سیندونو ۳۰ څارنیز مرکزونه له سخت وضعیت سره مخ دي او د ګنګا، ګندک، کوسي، بګمتي او نرمدا سیندونو اوبه د خطر له کچې لوړې شوې دي.

په اودیسا ایالت کې هم د سیندونو د اوبو د لوړېدو له امله له ۷۰ زرو ډېر کسان له ټیټو سیمو ایستل شوي دي.

بلخوا، په ګاونډي نیپال کې د پنجشنبې راهیسې سېلابونو او ځمکښوېدنو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د نیپال چارواکي وايي، په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړل شوی او په یو شمېر سیمو کې د برېښنا رسونه هم پرې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version