د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی، چې د کورني کرکټ څانګې د مهالوېش له مخې، د زونونو په کچه د لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو نهم پړاو په ننګرهار کې پیل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ نن په ننګرهار ولایت کې د پنځو لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې د پرانیستې مراسم یې د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شول.
د مهالوېش له مخې به ګډون کوونکې لوبډلې د یو بل پر وړاندې ټولې ۶ سیالۍ ترسره کړي، چې له پایلو وروسته به دوه مخکښې لوبډلې د جون میاشتې په څلورمه نېټه پایلوبې ته لاره ومومي.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي، دا ډول سیالۍ د کورني کرکټ د پیاوړتیا، د استعدادونو د موندلو او ملي لوبډلې ته د نوي لوبغاړو د چمتو کولو په برخه کې مهم رول لري.
