Home افغانستان په میدان وردګو او نورستان کې د برېښنا د دوو پروژو د پراختیا چارې روانې دي
افغانستان

په میدان وردګو او نورستان کې د برېښنا د دوو پروژو د پراختیا چارې روانې دي

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، په میدان وردګو او نورستان ولایتونو کې د برېښنا د تولید او پراختیا په موخه د څو مهمو پروژو چارې روانې دي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ او د یو شمېر ولایتونو اړتیاوې پوره کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنايي پروژو له چارو څخه د لیدنې پر مهال د دغو پروژو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د چارواکو په وینا، برادر ژمنه کړې چې د چک ولسوالۍ د برېښنا پروژه به بشپړه شي او د برېښنا د تولید ظرفیت د لوړولو لپاره به د سیبکې په سیمه کې د یوه نوي برېښناکوټ د جوړولو پروژه هم پیل شي.

چارواکي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د چک ولسوالۍ او د میدان وردګو د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د سیمې اقتصادي، صنعتي او ټولنیز پرمختګ ته هم زمینه برابره شي.

بلخوا، د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په نورستان ولایت کې د کله‌ګوش او منډول برېښنا بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوې او د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره ارزونې روانې دي.

د دغه وزارت په وینا، دواړه پروژې د برېښنا اړوند کمېسیون له لوري تایید شوې دي او د بشپړېدو وروسته به په ګډه شاوخوا ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغو بندونو تولیدېدونکې برېښنا به د ختیځ او شمال یو شمېر ولایتونو ته ولېږدول شي او د اړتیا په صورت کې به یوه برخه یې کابل ته هم انتقال شي.

د نورستان والي هم ویلي، چې دغه ولایت د اوبو له انرژۍ څخه د برېښنا تولید لوړ ظرفیت لري او د کله‌ګوش او منډول پروژې کولی شي د ختیځو ولایتونو د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

چارواکي تمه لري، چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په اړوندو سیمو کې د برېښنا لاسرسی پراخ او د اقتصادي فعالیتونو لپاره به زمینه نوره هم برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version