په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو د وضعیت، اقتصادي ستونزو، بشري مرستو او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د بېلابېلو هېوادونو استازو اندېښنې او غوښتنې مطرح کړې دي.
د مالیزیا استازي ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون لګېدلي محدودیتونه د ښځو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو حقونه تأمین او پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.
هغه د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د هغو ماشومانو د بیارغونې له پروګرامونو یې هرکلی کړی، چې په وسلهوالو شخړو کې ښکېل شوي وو. د مالیزیا استازي ټینګار کړی، چې هېڅ ماشوم باید په پوځي عملیاتو کې ونه کارول شي او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تعامل ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، مالیزیا به د ظرفیت لوړونې او بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د جاپان استازي بیا په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغه څه له امله چې نوموړي یې سیستماتیک تبعیض بللی، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جاپان استازي ویلي، د طالبانو محدودیتونه یوازې د نجونو او ښځو پر اوسني ژوند اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان راتلونکی هم ګواښي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.
د روسیې استازي ویلي، هېواد یې د افغانانو حقونه درک کوي او د افغانستان له چارواکو غواړي چې د خلکو حقونو ته ژمن پاتې شي او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزې ته دوام ورکړي.
نوموړي پر لوېدیځ د افغانستان په اړه د دوهګوني چلند تور لګولی او ویلي یې دي، چې له یوې خوا د افغانستان شتمنۍ محدودېږي او له بلې خوا د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کېږي.
د روسیې استازي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو او شرایطو سره ونه تړل شي. هغه ویلي، په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د کلونو حضور ناوړه پایلې لرلې او نړیواله ټولنه باید د افغانانو د بشري مرستو پر وړاندې سیاسي ملاحظات دخیل نه کړي.
د ایران استازې بیا ویلي، له زدهکړو د نجونو محرومول د ټولنیز او پراختیایي وروسته پاتې والي لړۍ لا ژوروي او پایلې یې به یوازې پر افغانستان محدودې نه وي، بلکې ټوله سیمه به اغېزمنه کړي.
هغې د افغان ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو د غږ د اورېدلو او د هغوی د حقونو د خوندي کولو په اړه پوښتنې مطرح کړې دي.
د ایران استازې زیاته کړې، چې هېواد یې له څلورو لسیزو څخه د زیاتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی او ادعا یې کړې چې ایران افغان کډوالو ته، په ځانګړي ډول ماشومانو ته، د زدهکړو او روغتیا په برخو کې خدمات برابر کړي دي. نوموړې ویلي، د افغان کډوالو کوربهتوب پر ایران اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي او نړیوالې ټولنې د دې بار په وېش کې کافي ونډه نه ده اخیستې.
د بلجیم استازي ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د دوی د ایډیولوژیک لیدلوري له مخې تنظیم شوی او د خلکو حقونه او ازادۍ محدودې شوې دي.
نوموړي د ښځو او نجونو وضعیت تیاره او ناوړه بللی او ویلي یې دي، چې هغوی له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي. هغه د طالبانو د زوجینو د بېلتون وروستي حکم ته په اشارې ویلي، چې دغه ډول مقررات د ښځو لپاره له خپلو مېړونو څخه د جلا کېدو بهیر سختوي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام زمینه برابروي.
د قطر استازي افغانستان له یوه ستر بشري بحران سره مخ بللی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، ناامني، اقتصادي ستونزې، د خلکو بېځایه کېدل او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د بېثباتۍ خطر زیاتوي.
د قطر استازي ټینګار کړی، چې هېواد یې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د حق ملاتړ کوي او د افغان ماشومانو لپاره د سرپناه او د زرګونو محصلینو د زدهکړو په برخه کې یې مرسته کړې ده.
هغه ویلي، قطر له طالبانو سره د خبرو اترو کوربه پاتې شوی او غواړي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه داسې جامع چلند غوره کړي چې د افغانانو سیاسي ګډون او حقونه تضمین کړي.
د کاناډا استازې بیا په افغانستان کې د بشري حقونو هغه څه چې نوموړې یې سیستماتیکې سرغړونې بللې، په کلکه غندلې دي.
نوموړې ویلي، ښځې، ماشومان او لږکي د دغو سرغړونو قربانیان دي او د طالبانو له خوا رامنځته شوی نظام د ښځو د زدهکړو او په عامه ژوند کې د ګډون پر وړاندې پراخ خنډونه رامنځته کړي دي.
د کاناډا استازې ادعا کړې، چې پر ښځو او نجونو د زدهکړو او عامه ژوند محدودیتونو د کمعمره او جبري ودونو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړې ده. هغې ټینګار کړی، چې افغانان د عدالت مستحق دي او کاناډا به د طالبانو د حساب ورکولو لپاره له نورو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پاکستان استازي، چې د اسلامي همکاریو سازمان په استازیتوب یې خبرې کولې، د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.
هغه ویلي، د اسلام له نظره ټول خلک باید له تبعیض پرته له مساوي حقونو او فرصتونو برخمن وي.
نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو منشور، د اسلامي همکاریو سازمان منشور او د افغانستان نړیوالې ژمنې عملي کړي. هغه د اړو کسانو، ماشومانو او سپینږیرو پر ملاتړ هم ټینګار کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان استازي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه د داسې افغانستان غوښتونکي دي، چې، د نوموړي په وینا، ټول وګړي پکې له مساوي حقونو برخمن وي.
د ایټالیا استازي ویلي، د طالبانو قوانین او سیاستونه به په افغانستان کې ښځې لا ډېرې حاشیې ته بوځي.
نوموړي ویلي، د ماشومانو لپاره د حمایوي سیستمونو له منځه تلل کولای شي ښځې له لا ډېر تاوتریخوالي سره مخ کړي. هغه له طالبانو غوښتي چې نړیوالو ژمنو او قوانینو ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د «منظم تبعیض او تېري» پای ته رسولو لپاره اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۶۳مې عمومي غونډې په ترڅ کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د قطر د دایمي استازولۍ دویم مسوول عبدالله بن علي بهزاد ویلي، چې قطر د منځګړیتوب، خبرو اترو او بشري مرستو له لارې د افغانستان ملاتړ کړی دی.
بهزاد ویلي، افغانستان لا هم له سترو بشري ناورینونو سره مخ دی او ناامني، اقتصادي ستونزې، اقلیمي بدلون، بېځایه کېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل، د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل، بندیزونه او د شتمنیو کنګل کېدل د دغه هېواد وضعیت لا ستونزمن کړی دی.
هغه ویلي، د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړې، د قطر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د قطر پراختیایي صندوق د ځینو بنسټونو په همکارۍ له ۲۰۲۳ کال راهیسې د شاوخوا ۳۰ زره له زدهکړو محرومو زدهکوونکو ملاتړ کړی دی.
په ټوله کې، د ملګرو ملتونو په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان د بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د حقونو، زدهکړو، اقتصادي ستونزو او بشري مرستو په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي. یو شمېر هېوادونو پر طالبانو د ښځو او نجونو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې روسیې او ځینو نورو استازو د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چلند، بندیزونو او د شتمنیو د کنګل کېدو موضوع هم مطرح کړې،
استازو په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې وغوښتي، چې له افغانستان سره بشري مرستو او رغنده تعامل ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د ثبات او د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
