Home ځانګړي خپرونې په لکي مروت کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي موندل شوي
ځانګړي خپرونې

په لکي مروت کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي موندل شوي

د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې پولیس وايي، د اګست پر ۳۱مه په دوو بېلابېلو سیمو کې د دوو نامعلومو کسانو مړي موندل شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړی مړی د ډاډیواله پوستې اړوند د منګلې کلي ترڅنګ، د یوه جوړېدونکي پل لاندې موندل شوی دی. پولیس وايي، وژل شوی کس شاوخوا ۲۴ یا ۲۵ کلن و.

پولیسو مړی روغتون ته د قانوني اجراآتو لپاره انتقال کړی، خو تر اوسه یې هویت او د مړینې لامل نه دی معلوم شوی.

په یوه بله پېښه کې، د لکي مروت ښار تاڼې اړوند د کرم پل ترڅنګ له یوه ځنګله څخه د یوه بل نامعلوم کس مړی موندل شوی دی.

پولیس وايي، دغه مړی هم روغتون ته انتقال شوی او د هویت او د مړینې د علت معلومولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

د راپورونو له مخې، په لکي مروت کې په تېرو میاشتو کې له پټیو، ځنګلونو، شاړو سیمو او نورو عامه ځایونو څخه د مړو موندلو څو ورته پېښې ثبت شوې دي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په تېرو نهو میاشتو کې په لکي مروت کې لږ تر لږه ۲۲ مړي په بېلابېلو عامه ځایونو کې موندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پښتونخوا کې د پاکستان پوځ د کلونو کلونو راهیسې خلک په جبري شکل بې درکه کوي، چې د اکثریتو یې د مړي ژوند هېڅ معلومات نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version