Home افغانستان مجاهد: د امریکا فشارونو د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی
افغانستان سیاست

مجاهد: د امریکا فشارونو د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي، د امریکا له لوري پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشارونه د طالبانو د حکومت د رسمي رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو غوښتي چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.

د نوموړي په وینا، یو شمېر هېوادونه لا هم د لویو نړۍوالو قدرتونو تر اغېز لاندې دي او له همدې امله له کابل سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

مجاهد ویلي، د طالبانو حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره د ګډو اقتصادي او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې پراخې کړي او د افغانستان بهرنی سیاست تر ډېره پر اقتصادي همکاریو او ملي ګټو ولاړ دی.

هغه ټینګار کړی، چې کابل له نړۍوالې ټولنې سره د عادي او رغنده تعامل غوښتونکی دی.

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر واک ټینک کړی دی، خو د نړۍوالې ټولنې له خوا یې د رسمیت پېژندنې موضوع تر اوسه له سیاسي او حقوقي بحثونو سره مل ده. روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد شو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version