د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې سوداګرو، ګمرکي کارکوونکو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو لسګونو غړو د افغانستان سره پر فرضي کرښه په ځانګړي ډول د تورخم لارې د دوامداره تړل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.
اعتراض کوونکو ویلي، که پاکستاني چارواکي ژر تر ژره د افغانستان سره د لارو بیا پرانیستلو لپاره عملي اقدام ونه کړي، نو په لومړي پړاو کې به د تورخم په دروازه کې پرلت پیل کړي او ورپسې به خپل اعتراضي حرکت اسلاماباد ته وغځوي.
د سیمې سوداګر او اوسېدونکي وایي، چې پر فرضي کرښه د تګ راتګ محدودېدو له امله د سیمې اقتصادي فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او ګڼ خلک له نږدې لسو میاشتو راهیسې له بېکارۍ او مالي ستونزو سره مخ دي.
