ځانګړي خپرونې

په لنډي کوتل کې د تورخم لارې د تړل کېدو پر ضد احتجاج شوی

د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې سوداګرو، ګمرکي کارکوونکو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو لسګونو غړو د افغانستان سره پر فرضي کرښه په ځانګړي ډول د تورخم لارې د دوامداره تړل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.

اعتراض کوونکو ویلي، که پاکستاني چارواکي ژر تر ژره د افغانستان سره د لارو بیا پرانیستلو لپاره عملي اقدام ونه کړي، نو په لومړي پړاو کې به د تورخم په دروازه کې پرلت پیل کړي او ورپسې به خپل اعتراضي حرکت اسلام‌اباد ته وغځوي.

د سیمې سوداګر او اوسېدونکي وایي، چې پر فرضي کرښه د تګ راتګ محدودېدو له امله د سیمې اقتصادي فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او ګڼ خلک له نږدې لسو میاشتو راهیسې له بېکارۍ او مالي ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *