د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ روانې جګړې په سیند او بلوچستان ساحلي سیمو کې د مېشتو زرګونو کب نیوونکو ژوند او کاروبار جدي اغېزمن کړی دی.
د کراچۍ، ګوادر، اورماړې او نورو ساحلي سیمو کب نیوونکي وايي، د جګړې له امله سیمهییز چارواکي دوی ته اجازه نه ورکوي، چې په ژور سمندر کې ماهیان ونیسي. هغوی ټینګار کوي، چې د دې محدودیت له کبله د هغوی عاید کم شوی او د ژوند ستونزې یې زیاتې کړي دي.
د دوی په باور، دغه وضعیت د کم عاید لرونکو کورنیو او د سمندري کاروبار په برخه کې د خلکو لپاره نورې ستونزې جوړې کړې دي.
شنونکي وایي، د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو، د لوړ انفلاسیون، د روپۍ کمزوري او د بیو لوړوالي له امله د خلکو ژوند په دې وروستیو کې ورځ تر بلې نور هم خرابیږي.
کارپوهان وايي، چې د نړۍوالو جګړو د اغېزو تر څنګ داخلي اقتصادي فشارونه هم د ساحلي سیمو خلکو ژوند سخت کړی دی.
