په خوست ولایت کې مشهور او پېژندلی شاعر، لیکوال او ژورنالېست محمد الله شیرزی نن سهشنبه د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
ښاغلي شیرزي له څه مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ سره مبارزه کوله، خو نن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
محمد الله شیرزي د کلونو کلونو راهیسې په بېلابېلو غږیزو، چاپي او تصویري رسنیو کې په بېلابېلو برخو کې د ژورنالېست په توګه کار کړی و. هغه د ژورنالېزم، شاعرۍ او نورو ادبي برخو په اړه ګڼ کتابونه هم لیکلي دي.
د نوموړي یو نوی کتاب څو اونۍ وړاندې له چاپه راوتلی و، په داسې حال کې چې هغه له سختې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و.
محمد الله شیرزی د افغانستان د رسنیو او ادب په ډګر کې یو پېژندل شوی شخصیت و او مړینه یې د فرهنګي او رسنیزې ټولنې لپاره ستره ضایعه بلل کېږي.
