د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د امریکا اوربند «په سخت خطر کې» دی، او پانګهوال د سولې د خبرو د نه پرمختګ له امله له احتیاطه کار اخلي.
د سېشنبې په ورځ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او د نړۍ د ونډو بازارونه سوړ شول، ځکه پانګهوال د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د ځنډېدلو خبرو په اړه د هیلو او ناهیلۍ ترمنځ پاتې دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې اوربند «په جدي ډول له سقوط سره مخ دی»، وروسته له هغې چې هغه د ایران وروستی وړاندیز رد کړ. په دې وړاندیز کې د جګړې پای ته رسول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل وو. هرمز تنګی هغه مهمه سمندري لاره ده چې د نړۍ نږدې پنځمه برخه خام نفت له همدې لارې لېږدول کېږي.
ټاکل شوې وه، چې د امریکا د انفلاسیون تازه شمېرې هم خپرې شي، څو وښيي چې دغه جګړه د امریکایانو پر ورځنیو لګښتونو څه اغېز کړی دی.
د نفتو بیې بیا لوړې شوې؛ د برېنټ خامو نفتو بیه، چې د نړۍ لپاره د نفتو مهم معیار بلل کېږي، د سېشنبې په ورځ تر یو سلنه زیاته لوړه شوه او له ۱۰۵ ډالرو فی بېرل واوښته.
د امریکا د خامو نفتو معیار، لوېدیځ ټکساس منځنۍ کچې نفت، هم دوه سلنه لوړ شو او نږدې ۱۰۰ ډالرو فی بېرل ته ورسېد.
د اوربند د بېثباتۍ له امله د ونډو بازارونه راولوېدل؛ د امریکا د ونډو بازارونو راتلونکو معاملو وښوده چې بازارونه به د سېشنبې په ورځ په کموالي سره پرانیستل شي، سره له دې چې یوه ورځ مخکې لږ لوړ شوي وو.
په اروپا کې هم بازارونه ښکته شول. د اروپا پراخ شاخص او د جرمني مهم شاخص شاوخوا یو سلنه راکم شول.
په بریتانیا کې هم د ونډو اصلي شاخص لږ راټیټ شو.
په سویلي کوریا کې د ونډو مهم شاخص، چې د مصنوعي ځیرکتیا د پانګونې له امله یې ریکارډونه جوړ کړي وو، تر دوو سلنو زیات راولوېد، وروسته له هغې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر عوایدو د مالیې د لګولو خبرې راپورته شوې.
د پټرولو بیې لږ راکمې شوې؛ د امریکا د موټرو ټولنې د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د عادي پټرولو اوسط بیه د سېشنبې په ورځ دوه سنټه راکمه شوه او ۴.۵۰ ډالرو فی ګیلن ته ورسېده.
سره له دې کمښت، موټر چلوونکي لا هم د جګړې له پیل راهیسې د پټرولو لپاره ۵۱ سلنه زیات لګښت کوي.
د پټرولو بیې معمولاً د خامو نفتو د بیو له بدلون سره سملاسي نه بدلېږي، بلکې څو ورځې وروسته یې اغېز څرګندېږي.
د ډیزلو اوسط بیه ۵.۶۴ ډالره فی ګیلن ثابته پاتې شوه، چې د جګړې له پیل راهیسې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
