افغانستان

په خوست کې د کتابونو نندارتون پر مهال ۱۲ خبریالان نیول شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په خوست ښار کې د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو ۱۲ خبریالان نیولي او د هغوی کمرې یې ضبط کړې دي.

د دغه مرکز په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د خبریالانو مرکز وايي، خبریالان د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بلنه د درې ورځني کتاب نندارتون د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبینو یې د تصویر اخیستنې او مرکې مخه نیولې ده.

د یوې سیمه‌ییزې سرچینې په حواله، خبریالان وروسته د خلکو په مخ کې تر شاوخوا لسو دقیقو پورې د یادې ادارې دفتر ته انتقال شوي او د تصویر اخیستنې کمرې یې ترې اخیستل شوې دي.

د سرچینې په وینا، خبریالانو ته وروسته ویل شوي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو د پېښې له رامنځته کېدو شاوخوا څلور ساعته وروسته یې کمرې لا هم بېرته نه دي ترلاسه کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اقدام غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو کاري وسایل بېرته وسپاري او د هغوی انساني کرامت او مسلکي حقونو ته درناوی وکړي.

د دغه مرکز په وینا، په خوست کې تر اوسه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز رسنیو ته په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو سیمه‌ییز خبریالان له دې اړخه له غیررسمي فشارونو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریالانو سره د سپکوونکي چلند د درولو او هغوی ته د خوندي او له وېرې پرته د مسلکي کار د ترسره کولو د زمینه برابرولو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *