افغانستان روغتیا

په بلخ کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

د بلخ د عامې روغتیا ریاست وایي، د بلخ په حوزوي روغتون کې یوې مور په یوه زېږون کې پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو نوو زېږېدلو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي. روغتیايي مسؤلین وایي، چې د مور او ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر طبي څارنې لاندې دي.

د ماشومانو پلار، عبدالله الوزی، له مرستندویه بنسټونو، خیریه ټولنو او شتمنو کسانو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د پالنې، روزنې او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې، د امیندوارو میندو لپاره د روغتیايي خدمتونو او زېږون اړوندو اسانتیاوو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي. د روغتیايي مرکزونو محدود لاسرسی، د متخصصو قابلو او ډاکټرانو کمښت، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي تجهیزاتو نشتوالی د دې لامل شوي چې ګڼې ښځې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال له خطرونو سره مخ شي.

روغتیايي متخصصین ټینګار کوي، چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې راکمولو لپاره د زېږون وړاندې او وروسته روغتیايي خدمتونو پراختیا، د مسلکي روغتیايي پرسونل شتون او د روغتیايي مرکزونو پیاوړتیا اړینه ده. د بلخ په حوزوي روغتون کې د پنځو ماشومانو بریالی زېږون په داسې حال کې ترسره کېږي، چې لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې د میندو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *