Home افغانستان په ایران کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور دوه افغانان اعدام شوي دي
افغانستان

په ایران کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور دوه افغانان اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نگاو او د هرانا خبري اژانس راپور ورکړی، چې دوه افغان وګړي د نشه‌یي توکو اړوند تورونو له امله د اصفهان په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

د راپورونو له مخې، یادو دوو کسانو خپلمنځي کورنۍ اړیکه لرله او شاوخوا دوه کاله وړاندې اصفهان ته پر لاره د نشه‌یي توکو د لېږد په تور نیول شوي وو. وروسته د اصفهان د انقلاب محکمې په یوه ګډه قضیه کې پر اعدام محکوم کړي وو.

په راپور کې د اعدام شویو کسانو نومونه ۴۳ کلن مبارک محمدي، چې د څلورو ماشومانو پلار و او ۴۹ کلن قاسم ملا امیني، چې د درېیو ماشومانو پلار و، ښودل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دواړه په اصل کې د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکي وو او په مشهد ښار کې یې ژوند کاوه.

راپور زیاتوي، چې د دوی د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار، د تلې په ۲۹مه، د اصفهان په دستګرد زندان کې پلی شوی دی.

ایران د نړۍ له هغو شاوخوا ۲۰ هېوادونو څخه دی، چې لا هم د اعدام سزا پکې عملي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version