Home افغانستان امریکا د ایران پر قشم ټاپو هوايي بریدونه کړي دي
افغانستان

امریکا د ایران پر قشم ټاپو هوايي بریدونه کړي دي

امریکايي چارواکو سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي ته څېرمه د ایران پر قشم ټاپو محدود هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د امریکا پر یوې پوځي الوتکې توغندی توغولی و.

بلخوا، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په قشم ټاپو کې د څو چاودنو خبر ورکړی او سپاه پاسداران ویلي، چې دوه امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره د منځګړو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي مذاکرات روان دي؛ خو ټینګار یې کړی، چې تهران ډیپلوماټیکو او پوځي دواړو سناریوګانو ته چمتو دی.

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د ایران پر ضد د نورو بریدونو لپاره بېړه نه لري، خو د دغه هېواد د اټومي پروګرام د ځینو تاسیساتو د په نښه کولو احتمال یې رد کړی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version