افغانستان سوداګري

متحده عربي امارات لېوالتیا لري، چې د خپلو پخوانیو مرستو په دوام، بېلابېلو برخو کې تر میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

متحده عربي اماراتو د افغانستان له خلکو سره د تېرو څو لسیزو په جریان کې د بشري، انکشافي او زیربنايي همکاریو کې مهم رول لوبولی دی. د اماراتو مرستې تر ډېره د بشري اړتیاوو، روغتیا، زده‌کړې، ترانسپورت، هوايي چلند او ټولنیزو خدماتو په برخو متمرکزې پاتې شوې دي.

په متحده عربی اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر حاجي عبیدالله صدرخیل وایي، دغه هېواد لېوالتیا لري،چې په افغانستان کې د برېښنا، کرنې او سوداګریزو بندرونو په برخه کې په مېلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال په یاد هېواد  کې شاوخوا ٣ لکه افغانان اوسيږي، چې د افغانانو ټوله سرمایه ٥٠ مېلیارده ډالرو ته رسیږي.

ښاغلی صدرخیل وایي، چې دا مهال هم متحده عربي اماراتو د افغانستان د دوو بندرونو د تنظیم په چارو کې د شاوخوا ٥٠٠ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

له دغه وړاندې هم متحده عربي اماراتو د کابل نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې، تجهیز، تخنیکي ملاتړ او لوژستیک په برخه کې پراخ رول درلود.

دغه هېواد د کابل هوايي ډګر د ځغاست‌لیکو، راداري او تخنیکي سیستمونو د ترمیم او ساتنې لپاره مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړې وې.

د دغه ترڅنګ په بېلابېلو پړاوونو کې اماراتي شرکتونو د هوايي ډګر د ځمکنيو خدمتونو، امنیت او عملیاتي چارو ملاتړ کړی دی.

روغتیايي سکتور؛ د شیخ زاید په نوم روغتونونه او کلینیکونه، په ځانګړي ډول په کابل او ختیځو ولایتونو کې، جوړ یا تجهیز شوي دي. په دغه روغتونونو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ځانګړي روغتیايي مرکزونه هم فعال دي.

طبي او عاجلې مرستې؛ د درملو، طبي وسایلو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو برابرول.

د جګړو او طبیعي پېښو پر مهال د بیړنیو طبي مرستو رسونه.

د زده‌کړې او پوهنې سکتور،  ښوونځي او تعلیمي تاسیسات؛ د متحده عربي اماراتو په مالي ملاتړ لسګونه ښوونځي، دیني مدرسې او تعلیمي ودانۍ جوړې یا رغول شوې دي، چې یو یې تر ټولو مشهور په خوست ولایت کې د شیخ زاید په نوم پوهنتون دی، چې اوس مهال په زرګونه زدکړیالان په بېلابېلو برخو کې پکې په زده‌کړو بوخت دي.

یاد هېواد همدا راز په تېرو شلو کلنونو کې د ښوونځیو لپاره درسي توکي، فرنیچر او نور تعلیمي وسایل هم برابر کړي دي

د دغه ترڅنګ محتده عربي اماراتو افغان محصلینو ته په یاد هېواد کې د لوړو زده‌کړو بورسونه هم وخت ناوخت ورکوي، چې دې سره ګڼ شمېر محصلینو په یاد هېواد کې زده کړې ترسره کړې دي.

د زیربنايي او انکشافي پروژو په برخه کې متحده اماراتو عامه ودانۍ او سړکونه هم جوړ کړي دي، چې په دغه کې سیمه‌ییز سړکونه، پلونه، دولتي ودانۍ او عامه تاسیسات شامل دي.

د اوبو او برېښنا پروژو په برخه کې، د څښاک اوبو څاګانې، د اوبو رسولو شبکې او کوچنۍ برېښنايي پروژې، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د متحده عربی اماراتو په ملاتړ جوړې شوې دي.

همدارنګه متحده عربی اماراتو د بشري مرستو او ټولنیز ملاتړ په برخه کې د بې‌ځایه شوو افغان کډوالو سره د خوړو، خېمو، ژمنیو توکو او نغدي مرستو وېش برخه کې مرستې کړې دي.

د طبیعي پېښو پر مهال مرستې؛ د زلزلو، سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي افتونو پر مهال هم دغه هېواد ګڼې عاجلې مرستې کړې دي.

دیني او خیریه پروژې؛ د جوماتونو جوړول او ترمیم، د یتیمانو، کونډو او بې‌وزلو کورنیو لپاره د مرستندویه پروګرامونو تمویل.

متحده عربي امارات د افغانستان له مهمو سیمه‌ییزو مرستندویانو څخه شمېرل کېږي. د دې هېواد مرستې یوازې بشري نه دي پاتې شوي، بلکې د روغتیا، زده‌کړې، زیربنا او هوايي چلند په څېر بنسټیزو برخو ته هم غځېدلې دي. سره له سیاسي بدلونونو، د اماراتو مرستې لا هم د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم ارزښت لري.

د دغه مرستو او همکاریو پر دوام  تازه متحده عربي  اماراتو «HMM» په نوم یوې کمپنۍ په افغانستان کې د ګاز څخه د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د یادې کمپنۍ مسوولینو د طالبانو حکومت چارواکو سره په یوه ناسته کې د برېښنا تولید پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې او د متحده عربي اماراتو اېچ‌اېم ګروپ کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا برخه کې د ځان بسیاینې لپاره په لومړي پړاو کې د ۱۰۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته خپل چمتووالی څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *