د پاکستان حکومت د بهرنیو رسنیو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې یې بهرني خبریالان به له اسلاماباد، لاهور او کراچۍ پرته په نورو ښارونو کې د راپور ورکولو لپاره د اطلاعاتو او خپرونو وزارت څخه د اجازې سند ترلاسه کوي.
د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښود ۲۰۲۶ له مخې، دغه تګلاره په پاکستان کې پر ټولو بهرنیو چاپي، غږیزو، تصویري، ډیجیټلي او ټولنیزو رسنیو، د هغوی پر خبریالانو، خپلواکو خبریالانو، سیمهییزو همکارانو، د رسنیو پر مسلکي کارکوونکو او نورو اړوندو کسانو پلي کېږي.
د لارښود له مخې، هغه بهرني خبریالان چې مخکې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت له اړوندې ادارې سره ثبت شوي وي، له دې وروسته به د اسلاماباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د خبر، ویډیو، مستند فلم او یا هم د ټولنیزو رسنیو د محتوا د چمتو کولو لپاره د همدې ادارې د اجازې سند ترلاسه کوي.
د نوو مقرراتو له مخې، که یو بهرنی خبریال د سیاحت یا شخصي سفر لپاره ایبټاباد، مري یا نورو سیمو ته هم ځي، باید مخکې له مخکې د اجازې غوښتنه وکړي. ټاکل شوې، چې د دغې غوښتنې په اړه به د درې کاري ورځو په موده کې پرېکړه وشي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي، ټول هغه خبریالان چې له نړۍوالو یا بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي، اړ دي چې د وزارت د برېښنايي ثبت او اعتبار ورکولو له لارې خپل معلومات ثبت کړي.
همدارنګه، هغه پاکستاني خبریالان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او د بهرنیو رسنیو لپاره کار کوي، باید د ثبت غوښتنلیک د برېښنايي سیستم له لارې وسپاري او ورسره خپل اسناد د پاکستان د سفارت، عالي کمېشن یا قونسلګرۍ د مطبوعاتي مسؤل له لارې هم واستوي.
د نوې تګلارې له مخې، هغه تولیدي شرکتونه، رسنیزې مؤسسې او نور بنسټونه چې په هر ډول بهرنیو رسنیو ته خدمات وړاندې کوي، هم د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سره د ثبت مکلف دي. دغه راز، هغه کسان چې خبریالان نه دي، خو بهرنیو رسنیو ته مسلکي خدمات وړاندې کوي، هغوی ته هم ثبتول لازمي ګرځول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ او حکومت لخوا پر محکومو قومونو باندې د روانو ضلمونو انعکاس د بهرنیو رسنیو لخوا په پراخ ډول ترسره شو، چې له امله یې پاکستان حکومت دغه نوي مقررات پلې کوي
