د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران پر وړاندې د واشنګټن نظامي انتخابونه محدود نه دي او د اقتصادي فشارونو کارول د پوځي اقداماتو د نشتوالي معنا نه لري.
ټرمپ د جمعې په ورځ، د اګست په ۲۱مه، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران پر وړاندې اقتصادي جګړې ته مخه کول د امریکا د انتخابونو د محدودېدو نښه ده، وویل: «نه، دا بیخي داسې نه ده.»
نوموړي ادعا کړې، چې ایران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ویې ویل چې دغه هېواد کافي مالي سرچینې، بحري او هوايي ځواک نه لري او خپلو سرتېرو او پولیسو ته د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ دی.
ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې متحده ایالات د هرمز پر تنګي بشپړ کنټرول لري. هغه وروسته په جنوبي کارولینا کې د وینا پر مهال وویل چې د هرمز تنګی اوس مهال د امریکا په قلمرو کې دی.
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو تر اوسه ۶۸ کښتۍ بېرته ستنې کړې، درې یې له منځه وړې او د دوو نورو کښتیو سپرېدو له لارې یې د امریکا د لارښوونو د عملي کېدو وضعیت ارزولی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې واشنګټن څو ورځې وړاندې د ایران پر وړاندې د ځپونکو اقتصادي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.
په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د امریکا دغه ډول بندیزونه په نړۍوال قانون کې هېڅ بنسټ نه لري.
