Home افغانستان د بحران نړۍواله ډله: د ښځو د حقونو محدودیتونه افغانستان لا زیات منزوي کوي
افغانستان

د بحران نړۍواله ډله: د ښځو د حقونو محدودیتونه افغانستان لا زیات منزوي کوي

د افغانستان د راتلونکي په اړه د بحران نړۍوالې ډلې تازه اندېښنې؛ د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه تحلیل کې ویلي، افغانستان کې د جګړې او عمومي تاوتریخوالي کچه کمه شوې او د طالبانو مرکزي کنټرول پیاوړی پاتې دی، خو حکومت یې له جدي ننګونو سره مخ دی.

راپور وايي، د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه د افغانستان د نړۍوالې انزوا او د طالبانو د نړۍوال مشروعیت پر وړاندې ستر خنډ دی.

د راپور له مخې، له پاکستان سره وروستۍ شخړې سوداګري او ترانزیټ زیانمن کړي او د افغانستان نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لارې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

همداراز د نړۍوالو مرستو کمېدو او اقتصادي انزوا له امله د خوړو ناامني هم زیاته شوې ده.

بحران نړۍواله ډله په شمال، په ځانګړي ډول بدخشان کې، د وسله‌والو فعالیتونو او سیمه‌ییزې نارضایتۍ د زیاتېدو یادونه کوي او وايي، د طالبانو لپاره د ښځو د حقونو، له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو، له پاکستان سره د شخړې او اقتصادي ستونزو حل د راتلونکي لپاره حیاتي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version