نړۍ

ټرمپ: د افغانستان، ویتنام او عراق جګړو امریکا ته د پام وړ لاسته راوړنه نه لرله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانیو امریکايي سرتېرو د ملي ورځې په مراسمو کې د افغانستان، ویتنام او عراق جګړې اوږدې او له لګښتونو ډکې وبللې او ویې ویل، دغو جګړو د زرګونو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو باوجود امریکا ته د پام وړ لاسته راوړنه نه لرله.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲۰مه، د ارلینګټن په ملي هدیره کې د وینا پر مهال د دویمې نړیوالې جګړې، ویتنام او افغانستان د جګړو د سرتېرو قربانۍ وستایلې.

هغه د افغانستان، عراق، ویتنام او کوریا جګړې د ایران پر وړاندې له روانې جګړې سره پرتله کړې او ویې ویل، په دغو جګړو کې د امریکا اوږدمهاله پوځي حضور د زرګونو سرتېرو د مرګ ژوبلې لامل شو، خو د پام وړ پایلې یې نه لرلې.

ټرمپ په دغو مراسمو کې د رایان هندریکسن په نوم د یوه امریکايي سرتېري زړورتیا هم وستایله، چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ټپي شوی و.

نوموړي همداراز د ایران پر وړاندې د امریکا له پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل، واشنګټن له ایران سره جګړه نه ده پیل کړې، بلکې ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا پر وړاندې په جګړه بوخت دی. هغه ټینګار وکړ چې د ده د ادارې موخه په دې جګړه کې بشپړه بریا ده.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ایران سره په جګړه کې تر دې مهاله ۲۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۸۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغې جګړې د امریکا او نړۍ پر اقتصاد هم پراخ اغېز کړی او د بیو لوړېدو د امریکایانو نارضایتي زیاته کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا جګړه د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شوه. امریکايي ځواکونه نږدې ۲۰ کاله په افغانستان کې پاتې شول او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د وتلو بهیر بشپړ شو؛ هغه مهال چې جمهوري نظام ړنګ او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *