افغانستان

هند د افغان زده‌کوونکو لپاره زر آنلاین بورسونه اعلان کړل

هند د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره د افغان زده‌کوونکو په موخه د «افغان اتباعو ځانګړې بورس» تر نوم لاندې زر آنلاین بورسونه اعلان کړي دي.

په کابل کې د هند سفارت ویلي، دغه بورسونه د هند د کلتوري اړیکو شورا یا ICCR له لوري د «i-Learn» ډیجیټل پلاتفورم له لارې وړاندې کېږي.

په دې پروګرام کې د لیسانس او ماسټرۍ زده‌کړې شاملې دي، چې د هنرونو، سوداګرۍ، مدیریت، سوداګرۍ ادارې او کمپیوټر ساینس په ګډون بېلابېل څانګې رانغاړي.

د نوم‌لیکنې بهیر د جولای په ۱۵مه، چې د سرطان له ۲۴مې سره سمون لري، پیلېږي او د جولای تر ۲۴مې، د اسد تر ۲مې، دوام کوي. له غوښتونکو غوښتل شوي چې د نوم‌لیکنې وړاندې د پروګرام لارښود او د درسي څانګو لېست په اړوند پورتال کې ولولي.

هند له ۲۰۲۳ کال راهیسې ورته آنلاین بورسونه هم وړاندې کړي دي. د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته، د افغان زده‌کوونکو لپاره د هند ډېری تعلیمي پروګرامونه له حضوري بڼې آنلاین ته واوښتل.

دا بورسونه داسې مهال اعلانېږي، چې په افغانستان کې لوړو زده‌کړو ته د هلکانو  لاسرسی سخت شوی دی او په ځانګړي ډول  ښځې او نجونې ورڅخه په بشپړ ډول بې برخې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *