افغانستان

نورستان کې د ۱۲۲ میلیونو افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې پلورل شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پلورلو داوطلبۍ د دغه وزارت د اړوندو مسوولینو، د داوطلبۍ کمېټې غړو، سیمه‌ییزو چارواکو او پانګوالو په ګډون په شفاف ډول ترسره شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې د بېروج، کنزیټ، بلور او مارګنیټ په ګډون یو شمېر قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه، ۵۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

وزارت وایي، له یادو عوایدو څخه د طالبانو حکومت ونډه ۱۲ میلیونه، ۲۵۰ زره او ۹۱۰ افغانۍ ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین دغه داوطلبي د دولتي عوایدو د زیاتوالي، پانګوالو ته د نویو فرصتونو د برابرولو او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د استخراج د قانوني بهیر د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.

مسوولین زیاتوي، د کانونو او طبیعي زیرمو د قانوني استخراج او مدیریت له لارې به د هېواد د کانونو له عوایدو څخه د دولت او خلکو ګټه زیاته شي.

افغانستان د قیمتي، نیمه‌قیمتي او نورو معدني زیرمو له پلوه بډایه هېواد دی؛ خو د کانونو په برخه کې د اوږدې مودې راهیسې د غیرمسلکي او غیرمعیاري استخراج، غیرقانوني کیندنو، د مسلکي تخنیکي ظرفیتونو کمښت، د کانونو د پروسس محدودو امکاناتو او د شفاف مدیریت ستونزو څخه شکایت کېږي.

کارپوهان وایي، د کانونو غیرمسلکي استخراج نه یوازې د طبیعي زیرمو د ضایع کېدو لامل کېږي، بلکې د چاپېریال د زیانمنېدو او د کانونو د واقعي اقتصادي ارزښت د کمېدو خطر هم رامنځته کوي.

د کانونو د برخې کارپوهان ټینګار کوي، چې د هېواد د معدني زیرمو د اغېزمنې استفادې لپاره مسلکي سروې، معیاري استخراج، روڼې داوطلبۍ، د پانګونې مناسب چاپېریال او د کانونو د پروسس کورني ظرفیتونه اړین دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *