افغانستان

نن کابل د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې غونډې کوربه دی

نن سه شنبه په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو یوه سیمه‌ییزه غونډه روانه ده، چې پکې د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان او اذربایجان هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د سیمې د امنیت او ثبات، اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییزې نښلونې د پراختیا په اړه خبرې کېږي. دغه وزارت دغه غونډه د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا د لارو چارو د ارزونې لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو استازي د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه مستقیم نظرونه تبادله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *