په ننګرهار ولایت کې د شدیدو بارانونو له امله د کورونو د چتونو او دېوالونو نړېدو پېښو کې لږ تر لږه ۹ کسان شهیدان شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
د شیرزادو ولسوالي اړوند کندمک کوټکۍ سیمه کې یوه میرمن او دوه ماشومان د خونې د چت د لوېدو له امله شهیدان شوي دي. په خوګياڼو ولسوالي کې یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان دي. همدارنګه، په هسکې مېنې ولسوالي کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله یو ماشوم شهید شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
سیمهییز چارواکي خبرداری ورکوي، چې باراني څپه لا پای ته نه ده رسېدلې او راتلونکې دوه ورځې ځینې سیمې د سختو ورښتونو او شدیدو سیلابونو له خطر سره مخ کېدای شي.
