د ننگرهار ولایت د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د ننگرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر په وینا، دغه پېښې د حوت له ۲۸ مې نېټې راهیسې تر تېرو ۲۴ ساعتونو پورې دوام درلود، چې په نتیجه کې یې سلګونه کورونه او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس، ۹۵۱ کورونه جزوي ویجاړ شوي او ۱۱۹۵ کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
همدارنګه طالبانو ویلي، چې ۴۵ دوکانونه تخریب شوي او ۷ نور دوکانونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
طالبان وايي، چې شاوخوا ۴ کیلومتره سړک او ۱۹ د اوبو رسونې شبکې، بندونه او کانالونه هم زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ورښتونو له امله سېلابونه بهیدلي دي، چې خلکو ته یې په زیاته کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
