Home افغانستان مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو کډوالو د ښارګوټو جوړولو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې
افغانستان

مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو کډوالو د ښارګوټو جوړولو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې د راستنو شویو کډوالو د استوګنې ښارګوټو د جوړولو په برخه کې د یادې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د راستنو شویو کډوالو د بیا مېشتېدنې، بشري مرستو رسولو او د هغوی د ستونزو د دایمي حل په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو لپاره د شاوخوا ۸۰ استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو پلان یاد کړی او د دغو ښارګوټو د جوړولو لپاره یې د اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بلخوا، نیکولا بیلومو له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام او د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د میلیونونو افغانانو د راستنېدو د بهیر مدیریت یې ستایلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version