Home افغانستان بېنیټ: د افغان ولسي وګړو پر وژلو دې له پاکستان سره حساب وشي
افغانستان

بېنیټ: د افغان ولسي وګړو پر وژلو دې له پاکستان سره حساب وشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، پر افغان ولسي وګړو د پاکستان بریدونه ښايي جنګي جرمونه وي او د دغو پېښو د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

بېنیټ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله په وژل شویو کسانو کې ګڼ ملکي وګړي، ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دغو پېښو قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت او حساب ورکونې مستحق دي او باید د پېښو په اړه بشپړې او خپلواکې پلټنې وشي.

بېنیټ ویلي، دغه موضوع یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې هم مطرح کړې، خو تر اوسه د دغو پېښو د څېړنې لپاره کوم ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ شوی. د هغه په وینا، یو کال مخکې جوړ شوی خپلواک میکانیزم د دغو پېښو د څېړلو وړتیا لري.

نوموړي د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتي چې پر افغانستان د وضعیت په تړاو د روانو پلټنو په چوکاټ کې دغه بریدونه له نږدې وڅېړي.

بېنیټ د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون د هوايي برید یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د یوناما د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

هغه ویلي، د ده د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ټول قربانیان نارینه وو چې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې په بهیر کې وو.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د روان اکتوبر په لومړیو کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو ماموریت په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې له پولې هاخوا تاوتریخوالي له امله د څه باندې ۱۱۰۰ افغان ولسي وګړو مرګ‌ژوبله ثبت کړې ده.

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمولو، نړیوالو قوانینو ته د درناوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د نړۍوالې ټولنې غبرګونونه هم د بحث موضوع ګرځېدلي او ځینې شنونکي باور لري چې په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو سیمو کې روانو کړکېچونو د دې وضعیت نړیواله پاملرنه کمه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version