Home افغانستان منظور پښتین: د افغانستان درې رنګه بیرغ د پښتنو افغانانو د یووالي نښه ده
افغانستان

منظور پښتین: د افغانستان درې رنګه بیرغ د پښتنو افغانانو د یووالي نښه ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ګیله من وزیر د دویم تلین په مناسبت جوړ شوي اېکس سپس  کې ویلي، د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ یوازې یو سمبول نه، بلکې د لر او بر پښتنو افغانانو د ورورولۍ او یووالي نښه ده.

پښتین ویلي، ګیله من وزیر له دغه بیرغ سره ځانګړې مینه لرله او کله به یې چې په لاس کې نیوه، داسې احساس کېده لکه له خپل زړه یې چې راتاو کړی وي.

نوموړي ټینګار کړی چې دغه بیرغ د ملت نښان دی او هغه کسان چې د دې سمبول لپاره هڅې کوي، باید د هغوی نیتونه د شهرت یا ګټې له زاویې ونه ارزول شي.

د ګیله من وزیر د دویم تلین په مناسبت په بېلابېلو غونډو کې د افغانستان د ملي بیرغ په اړه خبرې شوې او ګډونوالو د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version