د افغانستان د نفوس د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
اوچا د روان کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸.۶ میلیونه اټکل کړی، خو د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د هېواد اوسنی نفوس ۳۷.۲ میلیونه دی.
د طالبانو د احصایې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي، په دغه شمېر کې ۴۹ سلنه ښځې او ۵۱ سلنه نارینه شامل دي. نوموړي زیاته کړې، چې ۱.۵ میلیونه کوچيان او له هېواده بهر مېشت شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په دې شمېر کې نه دي شامل.
د طالبانو اداره ادعا کوي، چې نړۍوال بنسټونه د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان نفوس لوړ ښيي؛ خو اوچا وایي، د نفوس اټکل یې د بشري مرستو د اړتیاوو د معلومولو او پلان جوړونې لپاره ترسره کړی دی.
کارپوهان وایي، د شمېرو دغه توپیر د نفوس د محاسبې له بېلابېلو طریقو، د کډوالۍ بهیر او په افغانستان کې د نفوس د ثبت د جامع سیستم نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.
