ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د پوهنې وضعیت مخ په خرابېدو دی او میلیونونه ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د یونیسکو او یونیسف په تازه راپور کې راغلي، چې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته لاسرسی نه لري او شاوخوا ۵۳ سلنه د لومړنیو زدهکړو عمر لرونکي ماشومان له ښوونځیو بهر دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی، چې د ښوونیز نظام پر ظرفیت یې فشار زیات کړی دی.
ملګرو ملتونو د افغان نجونو او ښځو لپاره د زدهکړو د حق د بېرته تأمین او د ښوونیز نظام د پیاوړتیا غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د بېړنیو اقداماتو نشتوالی به د یوه بشپړ نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.
