Home افغانستان ملګري ملتونه: د هرات د ښځو نیول او د اعتراضونو ځپل د اندېښنې وړ دي
افغانستان

ملګري ملتونه: د هرات د ښځو نیول او د اعتراضونو ځپل د اندېښنې وړ دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان: په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارولو راپورونه د اندېښنې وړ دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د افغانستان په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو او ورپسې د رامنځته شویو اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري د زور زیاتي د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کارپوهانو په وینا، د جون په ۶ او ۷ مه لسګونه ښځې د جامو د اصولو د سرغړونې په تور نیول شوې وې، چې له هغې وروسته د جون په ۹ مه یو شمېر خلکو په هرات ښار کې د دغو محدودیتونو او نیونو پر ضد اعتراضونه وکړل.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، د راپورونو له مخې د واکمنو چارواکو ځواکونو پر اعتراض کوونکو، چې نارینه، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ډزې کړې او ځینې یې وهلي دي. ویل کېږي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان، د یوه ماشوم په ګډون، وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

کارپوهانو زیاته کړې، چې که څه هم د ځینو اعتراض کوونکو له لوري د ډبرو ویشتلو راپورونه ورکړل شوي، خو دا چاره د نړۍوالو قوانینو له مخې د مرګوني ځواک د کارولو لپاره کافي دلیل نه ګڼل کېږي.

دوی د ښځو د نیولو راپورونه هم د جدي اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې دا کار ښايي د بیان ازادۍ او له جنسیتي تبعیض څخه د خلاصون د حقونو خلاف او خپل‌سری توقیف وګڼل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو حکومت غوښتي، چې د دغو پېښو په اړه ژر، خپلواکه، بې پرې او شفافه څېړنه ترسره کړي، څو معلومه شي چې د زور کارول د ژوند د ساتنې لپاره اړین او متناسب وو که نه.

دوی ټینګار کړی، چې د سوله‌ییزې غونډې، د بیان ازادۍ، تګ راتګ او له خپل‌سري نیولو څخه د خوندیتوب حقونه بنسټیز بشري حقونه دي او باید درناوی یې وشي.

همداراز، کارپوهانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې او له طالبانو حکومت یې غوښتي چې نیول شوي کسان، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د جامو د اصولو د سرغړونې په تور نیول شوې دي، خوشې کړي، د ټپیانو درملنې ته د لاسرسي خنډونه لرې کړي او د خلکو د کورونو تلاشي بندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version