ملګري ملتونه وايي، د افغان ښځو پر کار او د دغه سازمان دفترونو ته د هغوی پر تګ بندیز د بشري مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو د کار او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د هغوی د تګ بندیزونه لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي، چې ګوتریش د هغو تګلارو په اړه اندېښمن دی، چې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند اغېز کوي.
د دوجاریک په وینا، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د زدهکړو، کار او په ټولنه کې د ګډون حقونه محدودوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
ملګري ملتونه وايي، د سپټمبر په ۷مه یو کال پوره کېږي، چې افغان ښځې د دغه سازمان دفترونو ته له تګ څخه منع شوې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه محدودیت د سازمان د فعالیتونو بهیر اغېزمن کړی او افغان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته یې د بشري مرستو رسول ستونزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار کړی، چې د دې سازمان ټول کارکوونکي باید خپلو دفترونو ته خوندي او له خنډ پرته تګ راتګ ولري.
دوجاریک زیاته کړې، چې ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو لپاره د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لري.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د کار او ګډون زمینه برابره کړي.
