نړۍ

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا او ایران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، نړۍواله ټولنه باید د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي او د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته لومړیتوب ورکړل شي.

بل لور ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام ویلي، پر ایران یې د پوځي بریدونو بله څپه بشپړه کړې ده.

ایراني دولتي خبري اژانس ایرنا بیا راپور ورکړی، چې د دغه هېواد سمنان هوايي ډګر د امریکا په وروستیو بریدونو کې په نښه شوی دی.

په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر پر اربیل هوايي ډګر د بې‌پیلوټه الوتکې برید غندلی او ویلي یې دي، چې د عراق خاوره باید د سیمه‌ییزو شخړو لپاره ونه کارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *