د پاکستان پر هوايي بریدونو نړۍوال غبرګونونه؛ ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، هند او نورو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې
د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو د خوندیتوب، د نړۍوال بشردوستانه قانون د رعایت او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. د یوناما په وینا، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي. یوناما له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړۍوال بشردوستانه قانون اصول رعایت او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له ټولو لورو یې غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د دې پېښې په اړه د حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي.
اروپايي ټولنې هم د دغو بریدونو په غبرګون کې د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند، انور العنوني، ټینګار کړی چې د نړۍوال بشردوستانه قانون اصول باید په هر حالت کې رعایت شي. هغه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر تر ژره راکم او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
هند د پاکستان دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ بللی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د پاکستان د بېپروا چلند دوام ښيي او اسلاماباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ستونزې پټې کړي. نوي ډیلي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر، یان ایګلنډ، هم د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي. هغه له پاکستاني او افغان لورو غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون اصول رعایت او خپلې شخړې د خبرو اترو او سولهییزو لارو هوارې کړي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغو بریدونو له امله د ماشومانو پر شهادت او ټپي کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. یونیسف ویلي چې د هر ډول شرایطو لاندې د ماشومانو ساتنه یو اساسي مکلفیت دی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان دا بریدونه تېری او جنایت بللی او ویلي یې دي، چې ټولټال ۳۶ تنه “عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ۱۶۳ تنه ژوبل شوي دي
