جورجیا ملوني وایي، په ایټالیا کې د درې افغانانو په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو پېښه غونیځیږوونکی جنایت دی
ملوني په خپل اېکس حساب کې لیکلي، چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي.
هغې د پېښې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې ټول ښکېل کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني هم څرګنده کړې ده.
