د امریکا د استازو جرګې د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې واکونو محدودولو پرېکړه تصویب کړه.
د راپورونو له مخې، د استازو جرګې غړو په ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو سره هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د کانګرس له رسمي اجازې پرته د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي ځواک کارول محدودېږي.
په دې رایه اچونه کې ټولو حاضر ډیموکراټانو د طرحې ملاتړ وکړ او د جمهوري غوښتونکي ګوند څلورو غړو، توماس میسي، وارن ډېوېډسن، براین فېټزپېټرېک او ټام بېرېټ هم له ډیموکراټانو سره یو ځای رایه ورکړه.
که څه هم دا پرېکړه تر ډېره سمبولیکه بلل کېږي او تمه ده، چې ولسمشر ټرمپ به پرې ویټو ولګوي، خو دا اقدام د ایران په اړه د امریکا د تګلارې او پوځي ښکېلتیا په تړاو د کانګرس دننه د نظرونو ژور اختلافات څرګندوي.
