افغانستان

له ایران او پاکستانه په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې د ۷۹۱ زرو څخه ډېر افغانان راستانه شوي

TOPSHOT – Afghans walk along fences as they arrive in Pakistan through the Pakistan-Afghanistan border crossing point in Chaman on August 24, 2021 following Taliban’s military takeover of Afghanistan. (Photo by – / AFP) (Photo by -/AFP via Getty Images)

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۷۹۱ زره افغانان په جبري توګه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

فطرت په یوه بیان کې ویلي، له پاکستانه ۱۰۲ زره او ۳۰۱ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۷۱ زره او ۸۲ تنه کېږي، افغانستان ته ستنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، له ایران څخه هم ۱۲ زره او ۴۷۹ کورنۍ، چې ټولټال ۵۲ زره او ۵۲۰ غړي لري، راستانه شوې دي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، له دواړو هېوادونو څخه ۱۶۷ زره او ۶۱۸ مجرد کسان هم، چې کورنۍ یې ورسره نه وې، افغانستان ته ستانه شوي دي.

د فطرت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو افغانانو ټول شمېر ۷۹۱ زره او ۲۲۰ تنو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *