افغانستان

طالبانو او ترکمنستان د ټاپي پروژې د چټکتیا لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ملي رهبر قربان‌قلي بردي‌محمدوف په هرات کې د ټرانس-افغان ګاز نل‌لیکې پروژې د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې برادر د ټاپي پروژې د پاتې چارو پر چټکتیا، د طبیعي ګاز د بیې پر هوکړې او په هرات کې د ګازو د وېش شبکې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز د آقینې او ترکمن‌باشي بندرونو د ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا او د لاجوردو ترانزیټي لارې د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده.

دواړو لورو د ټاپي، ټاپ ټاپي، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ په ګډون د ګډو زیربنايي او اقتصادي پروژو د تعقیب او عملي کېدو لپاره د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

برادر ویلي، چې د دغو پروژو عملي کېدل به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د پروژې د بشپړېدو لپاره د افغانستان له خاورې د نل‌لیکې د جوړولو چارې د سیمې د انرژۍ او ترانزیټي اړیکو له مهمو پروژو څخه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *