افغانستان لوبې

فیفا پرېکړه؛ د افغان ښځو کډواله فوټبال لوبډله د افغانستان رسمي ملي لوبډله وټاکل شوه

فیفا اعلان کړی، چې د افغان ښځو کډواله فوټبال لوبډله، چې د “افغان ویمن یونایټډ” په نوم پېژندل کېږي، اوس کولای شي د افغانستان د رسمي ښځینه ملي فوټبال لوبډلې په توګه په نړۍ والو سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه پرېکړه د نړۍ وال فوټبال فدراسیون FIFA له لوري شوې، چې له مخې یې دا لوبډله د افغانستان د ښځو رسمي استازې ګڼل کېږي، سره له دې چې د لوبغاړو اکثریت یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي.

یادې لوبډلې کې هغه افغان ښځینه فوټبالرانې شاملې دي، چې اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي او د کډوالۍ په شرایطو کې یې خپلې لوبې دوامداره ساتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *