افغان متشبث اغاملوک سهار اعلان کړی، چې ډېر ژر به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپله نوې نړۍ واله کمپنۍ SaharAI په رسمي ډول فعاله کړي.
د نوموړي په وینا، دغه کمپنۍ په Texas کې د LLC شرکت په توګه راجسټر شوې او د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (Generative AI) خدمات به وړاندې کوي. سهار ویلي، چې د دې پروژې پر سیسټمونو له یو کال راهیسې کار روان و او تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال په جون یا جولای کې یې خدمات د اپلیکېشن او وېبسایټ له لارې پیل شي.
سهار همداراز ویلي، چې د افغانستان مشهور ترانسپورټي اپلېکېشن Darrak اته کلن شوی او سږ کال به یې سیسټمونه او سرورونه د نویو اسانتیاوو لپاره دوه ځله نوي شي.
