د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله، خو د لوبې ترڅنګ سیاسي اعتراضونو هم د پام وړ انعکاس درلود.
دغه لوبه د امریکا د کلیفورنیا ایالت د انګلووډ ښار په لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې زرګونه نندارچیان ګډون درلود. د لوبغالي په منځ کې ځینو مینهوالو د ایران د ملي لوبډلې ملاتړ کاوه، خو یو شمېر ایراني الاصله امریکایانو د تهران د حکومت پر ضد د اعتراض نښې او بیرغونه هم پورته کړي وو.
دا لوبه داسې مهال ترسره شوه، چې د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د یوې هوکړې له اعلان څخه لا ۲۴ ساعته هم نه وو تېر شوي، چې له امله یې د سیالۍ سیاسي حساسیت نور هم زیات شوی و.
لاسانجلس، چې له ایرانه بهر د ایراني کډوالو تر ټولو لویه ټولنه پکې ژوند کوي، د لوبې پر مهال د بېلابېلو دریځونو شاهد و. ځینو نندارچیانو د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب مخکې د ایران پخوانی زمری او لمر لرونکی بیرغ پورته کړی و، چې اوس د حکومت ضد اعتراضونو یو مشهور سمبول ګڼل کېږي.
د لوبغالي له دباندې هم سلګونو کسانو لاریون وکړ او د ایران د حکومت پر ضد یې شعارونه او بیرغونه پورته کړي وو.
په ورته وخت کې، ګڼو نورو مینهوالو ټینګار کاوه، چې سیاست باید له ورزشه جلا وساتل شي او ټول تمرکز باید پر لوبې وي. د ایران د ملي لوبډلې یو شمېر پلویانو ویلي، دوی یوازې د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره لوبغالي ته ورغلي او نه غواړي سیاسي اختلافات د سپورټ پر فضا اغېز وکړي.
د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ګډون له څو اوونیو راهیسې له بېلابېلو ستونزو او جنجالونو سره مخ و. د راپورونو له مخې، لوبډلې خپل روزنیز مرکز له اریزونا ایالت څخه مکسیکو ته انتقال کړی و او د ایران د فوټبال فدراسیون شکایت کړی و چې د لوبډلې ځینو غړو ته د امریکا ویزې نه دي ورکړل شوې او د مینهوالو لپاره ځانګړې شوې ځینې ټکټونه هم بېرته لغوه شوي دي.
د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) مشر هم د لوبې نندارې ته ورغلی و.
