نړۍ

فضل الرحمن: په بلوچستان او پښتونخوا کې د حکومت واک کمزوری ښکاري

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګونډ مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د پاکستان حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې واک کمزوری شوی او په ځینو سیمو کې خلک له ازاد تګ راتګ سره ستونزې لري.

مولانا فضل الرحمن د اګست په ۴مه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د هېواد ستونزې باید د زور له لارې نه، بلکې د اساسي قانون، ولسواک بهیر او پراخو مشورو له لارې حل شي.

هغه د کشمیر د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د سیمې د خلکو غوښتنو او نظرونو ته باید پام وشي.

دا په داسې حال کې ده، په دې وروستیو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ادارو هره ورځ پراخ بریدونه ترسره کېږي، له امله یې د پاکستان حکومت کنټرول په دغه سیمو کې په محدود کېدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *