په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د دغه سازمان استازیتوب د هغو دولتونو مشروع حق دی، چې واک او حاکمیت یې د مشروعو انتخابي او قانوني لارو ترلاسه کړی وي او د خپلو ټولو اتباعو حقوق له هر ډول تبعیض پرته تضمین کړي.
هغه زیاته کړې، چې دغه ډول حکومتونه باید خپلو ملي او نړۍ والو ژمنو ته ثابت پاتې شي.
فایق ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم په افغانستان کې د هغه په وینا د خلکو اساسي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی او نړۍوالې ټولنې ته هم قناعتبښونکي اقدامات نه دي ترسره شوي.
هغه وایي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي، ښځې د کار او ټولنیز مشارکت له حقه محرومې دي او د یو ټولشموله ملي نظام نشتوالی یو جدي ستونزه ده.
فایق همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې فقر، بېکاري، جبري ودونه، د ځوانانو ځانوژنې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو هدفي وژنې زیاتې شوې دي. هغه د بیان د آزادۍ د محدودیت، د افراطیت د پراختیا او د ترهګرو ډلو د حضور موضوع هم مطرح کړې ده.
هغه پوښتنه کړې، چې طالبان د کومو عملي اقداماتو او د کومو معیارونو پر بنسټ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
د نصیر احمد فایق دغه څرګندونو ته تراوسه طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې څو ځلې ویلي، چې دوی د افغانستان مشروع واکمنان دي او د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍوالو سازمانونو کې د هېواد استازیتوب د دوی حق دی.
طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لپاره خپل استازی سهیل شاهین معرفي کړی او ټینګار یې کړی، چې هغه باید د افغانستان رسمي استازی وپېژندل شي.
طالبان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال وروسته د واک بدلون “واقعي سیاسي وضعیت” رامنځته کړی او نړۍواله ټولنه باید د همدې واقعیت پر بنسټ له دوی سره تعامل وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د څوکۍ موضوع لا هم په ملګرو ملتونو کې تر بحث لاندې ده، دغه څوکۍ تر اوسه د پخواني جمهوري نظام له لوري د ټاکل شوي دایمي استازي نصیر احمد فایق له خوا استازولي کېږي.
