نړۍ

په ناروې کې د یوې خبریالې پوښتنو د هند د رسنیو د آزادۍ او بشري حقونو په اړه بحثونه راپارولي

د ناروې یوې خبریالې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه د رسنیو د آزادۍ او بشري حقونو په اړه پوښتنې کړې، چې له امله یې په هند کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارېدلي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې نریندرا مودي د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار ستوره سره له ګډې خبري غونډې وروسته له تالاره ووت. دواړو مشرانو له رسنیو سره خبرې وکړې، خو د خبریالانو پوښتنې یې و نه منلې.

په همدې وخت کې ناروېژۍ خبریالې هیلې لېنګ مودي ته غږ وکړ او پوښتنه یې وکړه: «ښاغلی مودي، ولې د نړۍ تر ټولو ازادو رسنیو پوښتنې نه منئ؟» خو د هند لومړي وزیر دې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ.

وروسته د هند د سفارت له لوري په یوه خبري ناسته کې هیلې لېنګ خپله پوښتنه بیا تکرار کړه او ویې ویل: «ولې باید پر هند باور وکړو؟ آیا تاسو کولی شئ په خپل هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې ودروئ؟»

د هند لوړپوړو ډیپلوماتانو دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، چې د هند اساسي قانون د دیموکراسۍ، د بیان ازادۍ، د عقیدې ازادۍ او د قانون حاکمیت تضمینوي. دوی ټینګار کړی، چې هند پر خپلې دیموکراسۍ ویاړي.

هیلې لېنګ وروسته بي‌بي‌سي هندي څانګې ته وویل، چې دا پوښتنې کول یې مسلکي مسؤلیت و. هغې زیاته کړې: «زه پوهېدم چې ښاغلی مودي پوښتنې نه خوښوي، خو زما دنده وه چې دا پوښتنې مطرح کړم.»

نوموړې ویلي دي، چې خپلې پوښتنې یې د باور وړ نړۍوالو سرچینو، لکه د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان، د راپورونو پر بنسټ مطرح کړې دي.

له دې پېښې وروسته په هند کې پر ټولنیزو رسنیو د نوموړې پر ضد سخت غبرګونونه وښودل شول. ځینو کاروونکو هغه د هند د بدنامولو په هڅه تورنه کړه او ځینو هندي رسنیو هم د هغې د پوښتنو طریقه بې‌ادبانه بللې ده.

هیلې لېنګ بیا ویلي، چې انتقادي ژورنالېزم همدا معنا لري؛ چې خبریالان له چارواکو څخه د مهمو موضوعاتو په اړه روښانه ځوابونه وغواړي.

د بې‌پولو خبریالانو د وروستي نړۍوال راپور له مخې، هند د رسنیو د آزادۍ په نړۍوال شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۵۷م ځای لري، په داسې حال کې چې ناروې د څو پرله‌پسې کلونو راهیسې په لومړي مقام کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *