د افغانستان د روغتیا د دویم نندارتون په پایغونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو افغانستان ته د ایران له لوري د معیاري درملو د واردولو خبر ورکړی او د بېکیفیته درملو او قاچاق د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، د درملو د قاچاق د مخنیوي قانون باید په جدي توګه پلی شي، څو خلکو ته د باکیفیته درملو د رسېدو زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د درملو د تولید یو شمېر فابریکې فعالې دي او د نورو فابریکو د جوړولو چارې هم روانې دي.
بلخوا، د دغه وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد ویلي، د درملتونونو د عادلانه وېش لپاره نوی قانون جوړ شوی چې له مخې به یې په هرو ۲۰۰ مترو کې د یوه درملتون د جوړولو اجازه ورکول کېږي. هغه د معیاري درملو او خوراکي توکو د واردولو په برخه کې د ایران له همکارۍ مننه کړې ده.
په دې غونډه کې د ازبکستان د روغتیا وزارت استازي هم له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
