د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د ټاپي ګازو نل لیکې د هرات برخې ساختماني چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړی وایي، د هرات په مربوطاتو کې د ټاپي نل لیکې د شاوخوا ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې ۱۵۰.۳ کیلومتره مسیر د نل لیکې غځولو لپاره چمتو شوی، چې د دې برخې د کار پرمختګ ۹۸ سلنې ته رسېږي.
د هغه په وینا، تر اوسه ۱۲۲.۳ کیلومتره نل لیکه ویلډ شوې او غځول شوې ده، چې د نل لیکې د غځولو په برخه کې شاوخوا ۸۰ سلنه پرمختګ ښيي.
همدارنګه ۷۱.۵ کیلومتره نل لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې او د نل لیکې د کیفیت، خوندیتوب او تخنیکي معیارونو د ارزونې لپاره د ۳۳ کیلومتره برخې هایدروټېسټ هم بشپړ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپي نل لیکې د نظارتي او نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې هم روانې دي او تر اوسه ۱۳۴.۲ کیلومتره سړک جوړ او بشپړ شوی دی.
بلخوا، په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې روانې دي او تمه ده، چې د دې شبکې د جوړولو عملي چارې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د چارواکو په وینا، د ګازو د وېش شبکې له جوړېدو سره به د ټاپي نل لیکې له لارې لېږدول کېدونکی ګاز د هرات صنعتي، سوداګریزو او هستوګنیزو سیمو ته ورسول شي، چې د انرژۍ د اړتیاوو ترڅنګ به د اقتصادي فعالیتونو او صنعتي پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.
