افغانستان

طالبان: د نجونو د کورنیو ښوونځیو فعالیتونه جواز لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په افغانستان کې د پټو ښوونځیو په نوم کوم څه نشته او د نجونو لپاره کورنۍ او انلاین زده‌کړې شتون لري.

بلخي له سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې د نجونو پټ ښوونځي بلل کېږي، د دوی په نظر په کورونو کې د زده‌کړو بهیر دی او فعالیت یې مشکل نه لري.

نوموړي ویلي، حکومت یې پوهېږي چې په هېواد کې څه ډول تعلیمي فعالیتونه ترسره کېږي.

په ورته مهال، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو محدودیت پنځم کال ته داخل شوی او د پوهنتونونو او طبي انسټیټیوټونو زده‌کړې هم د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوې دي. تر اوسه د دغو تعلیمي مرکزونو د بیا پرانیستلو لپاره کومه څرګنده نېټه نه ده اعلان شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *