افغانستان

طالبانو رئیس‌الوزرا له لوري د ودانیو جوړولو نوی طرزالعمل نافذ شو

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا له لوري ټولو دولتي ادارو او ولایتي مسؤلینو ته حکم صادر شوی، چې له نن ورځې وروسته به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د ودانیو او تعمیراتو د جوړولو اجازه ورکول کېږي.

 

د یاد حکم له مخې، هغه کسان چې غواړي ودانۍ یا تعمیر جوړ کړي، باید شرعي قباله، د مالیې ټکټ، د معاملاتو رهنما یا عرفي سند او د مسجد د امام لخوا تایید ولري.

په همدې حال کې، امنیتي ځواکونو ته هم سپارښتنه شوې، چې د یادو شرایطو په چوکاټ کې دې له خلکو سره همکاري وکړي او هېچا ته دې په دې برخه کې ستونزې جوړ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې خلک په خاص ډول افغان کډوال د کورونو جوړولو د اجازې نشتون له جدي ستونزو سره مخ کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *