افغانستان سیاست

اصولي: ځینې جنګسالاران د ډیورنډ په اړه د نظر حق نه لري

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، چې ځینې څېرې، چې نومونه یې محقق او ورته نور پخواني جنګسالاران یاد شوي، د ډیورنډ کرښې په اړه د نظر ورکولو حق نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان، چې په وینا یې ځانونه په بشپړ ډول افغانان نه ګڼي، باید د افغانستان په مهمو ملي مسایلو کې د خبرو کولو څخه منع شي.

اصولي همدارنګه غوښتنه کړې، چې د دغو کسانو د افغان پاسپورټونو د لغوه کولو ترڅنګ، هغوی ته دې افغانستان ته د داخلېدو اجازه هم باید ورنه کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *