افغانستان ځانګړي خپرونې

ریګستاني له پاکستان څخه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې

د جمعیت اسلامي ګوند له منځه سرچینې «رڼا» ته وایي، چې صالح محمد ریګستاني په پاکستان کې له څو میاشتو پاتې کېدو وروسته یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې ده.

سرچینې وایي، دغه ویډیو په افغانستان کې نه، بلکې د فرضي کرښې هغې غاړې ته، د سراغرار په لمنو کې ثبت شوې ده، چې دغه سیمه د افغانستان د هندوکش د غرونو یوه لړۍ ده، چې د پاکستان پوځ تر کنټورل لاندې ده. دغه سیمه د پنجشېر ولایت له مرکز څخه شاوخوا ٢٧٠ کیلومتره واټن لري او لمنې یې له دې هم نېږدې دي.

سرچینې وایي، ریګستاني تر اوسه افغانستان ته نه دی اوښتی، خو که په راتلونکي کې ورته فرصت پیدا شي، کېدای شي افغانستان ته دننه شي.

دوی په داسې حال کې دغه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې، چې پاکستان هم‌مهاله پر افغان خاوره هوايي بریدونه کړي.

دغه بریدونه په پراخ ډول وغندل شول، خو د مقاومت په ګډون د ځینو  ډلو پر دغو بریدونو چوپتیا اختیار کړې او نه یوازې دا بریدونه یې ونه غندل، بلکې ځینو کسانو یې ملاتړ هم کړی دی.

شنونکي وایي، د پاکستان پر بریدونو د ځینو دغه نیابتي ډلو چوپتیا د پاکستان په لمن کې د بشپړ غورځېدلو په معنا ده.

شنونکي زیاتوي، چې دغه ډلې پرځای د دې چې پاکستان بریدونه وغندي هم‌مهاله دغه ډول تبلیغاتي ویډیوګانو ته زیات وخت ورکوي، چې دا له افغان خاورې او افغانانو سره ستره جفا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *